د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مور ملي ورځ ونمانځله

کابل، د غبرګولي ۲۴مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معينيت د يوې غونډې په ترڅ کې، د غبرګولي ۲۴مه (د مور ملي ورځ) ونمانځله.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خلکو فرهنګ رئیس مولوي سیف الرحمن محمدي، په اسلام سپېڅلي دين کې د مور پر حقونو او مقام خبرې وکړې او ويې ويل چې په اسلام کې د ښځو او په ځانګړې توګه د مور پر درناوي او له هغې سره پر ښه چلند ډېر ټينګار شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب، د غبرګولي ۲۴مه چې د مور له ملي ورځې سره سمون خوري؛ د میندو د مقام د درناوي په خاطر نمانځي.
همدا رنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی رئيس مولوي سيد محمد سعيد په خپلو خبرو کې، مور هغه انسان وباله چې د انبیاء علیهم السلام او د نورو انسانانو تربيه د هغې په غېږه کې کېږي او په وینا یې، باید د والدینو او په ځانګړې توګه د مور خاص احترام وشي.
د غونډې په دوام، مېرمن عايشې عزیز او حميرا د ښځو په استازيتوب، له اسلامي امارت په ځانګړې توګه له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه، د مور د ملي ورځې د نمانځنې په خاطر مننه وکړه او ويې ويل چې میندې تر ټولو سخت کړاوونه پر ځانونه تېروي، ترڅو خپل اولادونه په سمه توګه تربیه او ټولنې ته یې وړاندې کړي.
هغوی دغه راز د اسلامي حجاب د ښېګڼو په اړه معلومات ورکړل او له ټولو ښځو په تېره بیا افغان ښځو څخه یې وغوښتل چې حجاب په بشپړ ډول رعایت کړي؛ ځکه په خبره یې، حجاب محدودیت نه، بلکې د ښځو لپاره مصئونیت دی.
د غونډې بهیر کې، یو شمېر نورو ښځو هم د مور ملي ورځې په مناسبت خپل چمتو شوي شعرونه ولوستل چې په کې د مور مقام او حقونو ته اشاره شوې وه.
مور يوه سپېڅلې کلمه ده او په اسلام مبین دين کې ډېر لوړ مقام لري؛ په همدې اساس د غبرګولي ٢٤مه (د مور ملي ورځ) د ميندو مقام ته د درناوي په موخه هر کال په افغانستان کې نمانځل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د مور د ملي ورځې په مناسبت، د ښځو د لاسي صنایعو یو ورځنی نندارتون هم جوړ شوی او د نن ورځې تر پایه پورې به د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته