د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه
کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت، نن د رسنیو له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معین او د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي، د نشراتو په برخه کې د رسنیو له مسئولینو سره د اسلامي امارت غوښتنې شریکې کړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په خپلو خپرونو کې دې اسلامي ارزښتونه او ملي ګټې په پام کې ونیسي، د خلکو ترمنځ د یووالي لپاره کار وکړي او له بیان آزادۍ څخه دې سالمه استفاده وکړي.
هغه، دغه راز د رسینو مسئولینو ته یو لړ سپارښتې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې د رسنیو ستونزو او غوښتنو ته د رسیدنې لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت او اړوندو ادارو هڅې روانې دي.
همدا رنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي، په هېواد کې د رسنیو پر ارزښت او مکلفیتونو خبرې وکړې او د رسنیو له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې د هېواد او هېوادوالو پر وړاندې دې خپل مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو او نشراتو د څار رئیس ډاکټر عبدالواحد ریان هم د موضوع اړوند خبرې وکړې او د رسینو له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له دغه ریاست سره شریک کړي.
د ناستې په پای کې، د رسنیو یو شمېر مسئولینو هم، خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي نظام ترڅنګ به د هېواد د آبادۍ، د ملي یووالي د پياوړتیا او د اسلامي او ملي ارزښتونه د ساتلو په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.