د اطلاعاتو او کلتور وزارت د راستنېدونکو کډوالو لپاره یو شمېر ځانګړي شوي بستونه اعلان ته وسپارل

کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت هېواد ته له راستنېدونکو کډوالو سره د همدردي په موخه د دوی ته د کار موندنې په موخه یو شمېر مرکزي او ولايتي بستونه اعلان ته سپارلي دي.
دمګړۍ یاد وزارت ۹ دریم، څلورم او پنځم مرکزي او ۳۸ ولایتي بستونه، چې ټول ټال ۴۷ بستونه کېږي، د ازادي سیالۍ له لارې اعلان سپارلي دي او ټولو اړوندو ولایتي ریاستونو ته یې د یوه مکتوب په استولو سره لارښوونه کړې، چې خپل خالي بستونه د اداري اصلاحاتو له ادارې سره په همغږۍ اعلان ته وسپاري او هېواد ته د راستنو شویو کډوالو د استخدام په اړه ځانګړې پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په اډانه کې یوه کمېټه راستنېدونکو کډوالو ته د کارموندنې په موخه جوړه شوې ده، تر څو له هغوی سره د کار موندنې په برخه کې مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته