د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تازه ګومارل شویو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره شو

کابل، د سلواغې ۱۱مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرکزي بستونو ته د تازه ګومارل شویو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام نن یادو کارکوونکو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

د یاد وزارت د بشري سرچینو د ظرفیت لوړونې او ادارې پراختیا آمر محمد عیسی خاطرزي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل چې یاد ۳ورځنی پروګرام د کار او ټولنیزو چار وزارت سره په همغږۍ ترسره شو.

د نوموړي په وینا د دغه پروګرام موخه له اداري اصولو او کړنلارو سره د تازه ګومارل شویو کارکوونکو بلدتیا او پوهېدونه وه.

خاطرزي زیاته کړه، چې د کارکونکو د ظرفیت لوړنې په موخه د بشري سرچینو ریاست له لوري په راتلونکې کې هم د ورته پروګرامونو جوړول په پلان کې لري.

سرچینې زیاته کړه، چې دغه پروګرام به له تازه ګومارل شویو کارکوونکو سره مرسته وکړي، چې له خپلو همکارانو، اړوندو امرینو او مراجعینو سره څنګه چلند وکړي، تر څو قانون د مراجعینو کارونه په وخت ترسره او په دې برخه کې ستونزې رامنځته نه شي.

د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري تر دې وړاندې هم د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړنې په موخه ورته لنډ مهاله او منځ مهاله روزنیز پروګرامونه په لاره اچول شوي وي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته