د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر چتر لاندې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رياست فعاليت پيل کړ

کابل، د لېندۍ ۴مه، باختر
د جهادي ارزښتونو او تاریخ د ژوندي ساتلو موخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي ریاست په فعالیت پیل وکړ.
د ياد رياست چارواکو نن د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست ملا خیرالله خیرخواه په مشرۍ د دې وزارت د يو شمېر نورو مسوولينو په شتون کې لومړنۍ ناسته وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه ناسته کې وویل چې یاد ریاست به درې مهم فعالیتونه تر سره کوي، چې له سمعي او بصري، جهادي موزیم او مستند تاریخ څخه عبارت دي.
هغه زیاته کړه:”د دغه ریاست اصلي موخه دا ده، چې د اشغال پر وړاندې د افغانانو د مېړانې او سرښندونو مستند مواد راټول او په یوه مشخص ارشیف کې وساتل شي”.
د خيرخواه په وینا د دغه عمومي ریاست د جهادي موزیم برخه به د انګرېزانو، پخواني شوروي اتحاد او امریکا پر وړاندې د جهاد په ډګر کې پاتې شوي اثار راټول او یوځای کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د دغه ریاست له لوري مستند تاریخ به د مجاهدینو د قربانیو، محاسن، مبارزې او سرښندنو، د اشغالګرو د ظلمونو او وحشت او همدارنګه د افغان ولس د مظلومیت ښکارندويي کوي، چې پر واقعیت به ولاړ او له هر ډول لاسوهنې پرته به راتلونکو نسلونو ته وړاندې شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست همدارنګه وویل:”د دغه کار اهمیت دا دی، چې د افغانستان راتلونکو نسلونو ته د خپلو اسلافو همت او قربانۍ بیانوي او هغوی به په دې توګه خپل ريښتیني اتلان وپېژني”.
د يادونې وړ ده، چې ښاغلي خيرخواه د جهادي ارزښتونو د ساتنې رياست مسوولينو ته ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت به خپل ټول امکانات په کار واچوي، څو دغه ریاست ټاکل شویو موخو ته په ښه ډول ورسېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته