خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د خاور خپرونو مؤسسې ترمنځ د چاپي نشراتو د ډیجیټل سازۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل، د غويي ۳مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معینیت سرپرست او د باختر اطلاعاتي آژانس رئیس مولوي ضیاالحق حقمل، نن د خاور خپرونو مؤسسې له مسئول احمد طارق خاور سره د چاپي نشراتو د ډیجیټل سازۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، د خاور مؤسسه ډیجیټل شوې نسخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته انتقالوي او دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د باصلاحیته مرجع او د خاور خپرونو مؤسسه د متقاضي په توګه یادېږي.

همدا رنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ډیجیټل سازۍ په برخه کې د یادې مؤسسې ملاتړ کوي او ورته اجازه ورکوي چې د ډیجیټلي معلوماتو مناسب مرکز فعال کړي او د هېواد د نافذه قوانینو مطابق له مادي امتیازاتو څخه یې ګټه واخلي.

هېره دې نه وي چې د خاور خپرونو مؤسسې په ۱۳۶۷هجري لمریز کال کې د کتاب د چاپ او خپرولو په موخه خپل فعالیت پیل کړ چې تر اوسه یې په ملي او بین المللي ژبو څه باندې ۷۰۰ کتابونه او بېلابېل تحقیقي آثار چاپ او خپاره کړي او د نشراتو په برخه کې ښه سابقه او مخینه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته