د اطلاعاتو او کلتور وزارت، په کابل کې د نبوي سيرت سيالي ترسره کړه
کابل، د وري ۱۷مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رياست، د رمضان مبارکې مياشتې په مناسبت نن “د نبوي سيرت” تر نامه لاندې سيالي ترسره کړه, په دې سیالۍ کې د نجونو په شمول، سلګونو ځوانانو ګډون کړی و.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د کابل ښار د فوټبال په جمنازيوم کې جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د سیالۍ ګډونوالو ته په خطاب کې وویل: “د نبوي سيرت د دغې سیالۍ ترسره کول، که له يوې خوا د تاسو د استعدادونو د معلومولو محفل دی؛ خو له بلې خوا دا له حضرت رسول اکرم (ص) سره ستاسو الفت او محبت ښکاره کوي.”
مولوي عزيزي، د یادې سيالۍ له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د هېواد نور ځوانان هم دې وهڅوي چې نبوي سیرت مطالعه او پر ځانونو يې عملي کړي.
هغه ډاډ ورکړ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پام کې لري په راتلونکي هم د ځوانانو د لا هڅونې لپاره دې ته ورته نورې سيالۍ ترسره کړي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رئیس قاري عبيدالله حنيف، د يادې سيالۍ د ترسره کېدو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د نبوي سيرت او کتاب لوستلو دغه علمي او فرهنګي سيالۍ، د نوي نسل او ځوانانو د سالمې روزنې، ذهني تنوير، د اسلافو له تاریخ او کارنامو سره د نوي نسل د آشنا کولو او د علمي انکشافاتو په موخه ترسره کېږي.
په همدې حال کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت علمي او کلتوري سلاکار دکتور نظام الدين شايق، په ټولنه کې د ځوانانو پر ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل چې ځوانان په ټولنه کې یوه متحده او خوځنده ځواکمني ده چې د قیادت په ټولو برخو کې د ولس د اُمید سترګې د همدې قشر لور ته غړول شوې دي.
هغه دغه راز، د ښوونې او روزنې اهمیت ته په اشارې وویل چې ښوونه او روزنه د بشري ټولنو په ژوندانه کې خورا مهم رول لري او یوې ناپوهې ټولنې ته په هېڅ صورت ژوندۍ ټولنه نشو ویلی.
د نبوي سیرت سیالۍ دوو ګډونوالو روح الله او حنیف الله هم له باختر آژانس سره په خبرو کې، له افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د نبوي سیرت سیالیو د ترسره کولو په خاطر مننه وکړه او د دغه شان سیالیو د زیاتوالي او پراخوالي غوښتنه یې وکړه.
د یادونې وړ ده چې “د نبوي سيرت” تر نامه لاندې سيالۍ په بشپړ شفافیت ترسره شوه چې د نجونو په شمول، ۱۰۵۰کسانو په کې ګډون کړی و.
ټاکل شوې ده د دې سیالۍ پایلې په نږدې ورځو کې اعلان شي او هغو ګډونوالو ته چې لوړې نمرې ترلاسه کوي؛ کمپیوټر، مبایل او نورې جایزې په پام کې نیول شوې دي.