فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د جندر پروګرامونه وڅيړل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١١
د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د جندر د پروګرامونو د څيړنې په مقصد نن د دغه وزارت د جندر د آمريت له خوا يو ورځنى ورکشاپ جوړ شو.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمريت نن ( د جندر د روزنيزو پروګرامونو او د ملي کار د پلان د تعقيبولو او اغيزمنتوب) تر عنوان لاندې يو ورځنى ورکشاپ جوړ کړ.
د ښځو د چارو وزارت د جندر د پروګرامونو د تطبيق د برخې يوه مسوول محمد تميم لوماني په وزارتونوکې د جندر د پروګرامونو د تحقق د څرنګوالي او د دغو پروګرامونو د اغيزمنتوب او ستراتيژۍ په باب خبرې وکړې او د هغو د تحقق په لاره کې يې د ښځو د چارو وزارت دريځ بيان کړ.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او اداري رييس محمدظاهرحسن په دغه وزارت کې د جندر د پروګرامونو د تحقق په اړوند خبرې وکړې او د دغه وزارت په کليدي پستونوکې د يو شمېر ښځو د ټاکل کيدو يادونه وکړه او د ښځو د حقوقو د تحقق لپاره يې ددغه وزارت دمسوولينو د هميشنۍ ژمنې په باب خبرې وکړې او په دې باره کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له راتلوونکو پروګرامونو سره اړيکې ونيولې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمرې محبوبې سعادت يو لړ هغه ستونزې چې په دغه وزارت کې د جندر د پروګرام د تحقق د لارې پرسر شته؛ بيان کړې او هيله يې وکړه چې دغه ستونزې د بېلابېلو پروګرامونو په عملي کولو او ظرفيت جوړولو سره لرې شي.
په دې ورکشاپ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو شمېر کارکوونکو برخه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته