کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢١ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ټينګارکوي چې د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې کميسيون دې بايد خپل کار په دقت او بيطرفۍ سره پيل کړي.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني چې نن يې د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون په لومړۍ غونډه کې خبرې کولې؛ ټينګار وکړ چې دغه کميسيون به خپل کار په بشپړ دقت او بيطرفۍ سره پيل او دوام ورکړي.
عبدالباري جهاني چې د دغه کميسيون رياست هم په غاړه لري؛ په خپلو خبروکې د رسانه يي شکايتونو او سرغړونو د څيړنې د کميسيون د کار د لارو چارو او د غړو د کړو وړو د څرنګوالي په باب هم خبرې وکړې.
دغه کميسيون چې د ډله ييزو رسنيو د قانون له مخې جوړ شوى دى؛ لس تنه غړي لري چې د بېلابېل بنسټونه استازيتوب کوي.
د يادونې وړ ده چې ددغه کميسيون غړي د شنبې په ورځ د رسنيو د عالي شورا په غونډه کې تاييد شوي دي.
2 1 دقیقه لوستل