فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزيرله اکبر ايازي سره په کتنه کې د رسنيو حالت وڅيړه

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٧
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن د جنوبي او مرکزي آسيا لپاره د امريکا غږ راډيو له رييس اکبرايازي سره وکتل .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې کتنه کې په اوس وخت او راتلوونکې کې د افغانستان د رسنيو د حالت او هم که چيرې په دې لاره کې د نړيوالې ټولنې مرستې بندې شي؛ د رسينو برخليک به څه وي؟ خبرې وشوې.
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ټينګار وکړ چې دغه وزارت د بيان آزادۍ د بنسټ  ايښودونکي په توګه د رسنيو ترڅنګ ولاړ دى.
ده دغه راز څرګنده کړه چې رسنۍ دې هم، د هيواد له قوانينو او د ټوليزو رسنيوله قانون سره سم عمل وکړي.
وروسته د جنوبي او مرکزي آسيا لپاره د امريکا غږ راډيو رييس اکبر ايازي د افغانستان له رسنيو سره د دغې راډيو په همکارۍ باندې ټينګار وکړ.
ټاکل شوې ده د پنجشنبې په ورځ په يو کنفرانس کې د رسنيو د خاوندانو په ګډون د رسنيو حالت وڅيړل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته