فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکو د اشر کار وکړ

کابل – باختر د کب دمياشتې ٢٩
د اطلاعاتو او فرهنګ زارت کارکوونکو نن د ١٣٩٥ کال د را رسيدو په مناسبت د وزارت دچاپيريال د پاکولو په خاطر د اشر کار وکړ.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
په دې اقدام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه هيئت غړو، ملکي او اداري کارکوونکو او اجيرانو ونډه واخسته او د خپلو دفترونو، دهليزونو، کړکيو او دروازو په پاکولو سره يې د نوي کال هرکلى وکړ او په دې ډول يې ټولو هېوادوالو ته د ورورولى او سوکالى کال هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته