امنیت

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په هلمندکې د يوخبريال او په لغمان کې د شپږو تنو ورزشکارانو د وژل کيدو عاملين وغندل

کابل باختر د سلواغي څلورمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ او د ځوانانو چارو وزارت په هلمند ولايت کې د يو افغان خبريال او په لغمان کې د شپږو تنو ځوانو ورزشکارانو د ترور عاملين وغندل.
د اطلاعاتو او فرهنګ او د ځوانانو د چارو وزارت معين او سرپرست پوهنمل نبي فراهي له باخترآژانس سره د اړيکې په ترڅ کې په هلمندکې په خبريال او په لغمان کې په ورزشکارو ځوانانو د بريدونو عاملين وغندل او دا کار يې د ټولو اسلامي او نړيوالو موازينو پرخلاف وباله.
نور احمد نوري پرون له لښکرګاه ښارڅخه وتښتول شو؛ خو پوليسو د ده مړى تيره شپه ناوخته دلښکرګاه ښار د شورمان په نامه سميه کې ترلاسه کړ.
نور احمد نوري د بست په نامه سيمه ئيزې راډيو او د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته کارکاوه .
ده په بست راډيو کې د محراب اومنبر د پروګرام  چلوونکى و.
له عبدالصمد روحاني وروسته دا دويم خبريال دى چې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په هلمند ولايت کې وژل کيږي.
دغه راز وسله والوطالبانوپرون په يوه ورزشي ډګر په بريد سره د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د واليبال د منتخب ټيم شپږ تنه لوبغاړي شهيدان کړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ او دځوانانو دچارو وزارت سرپرست له امنيتي ځواکونوڅخه غوښتي دي چې د نور احمد نوري او د شپږو تنو ځوانو ورزشکارانو د ترور عاملين وپيژني؛ ويې نيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته