فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په محمد يعقوب شرافت بريد وغانده

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي ټلويزيون په خبريال محمد يعقوب شرافت بريدچې د هغه د شهادت سبب شو؛ په کلکه غندي او د زابل ولايت له امنيتي مسوولينوڅخه غواړي چې د دغه خبريال د قاتلانو د نيولو په لاره کې هلې ځلې وکړي.
د ملي ټلويزيون خبريال محمد يعقوب شرافت تېر ماښام د قلات ښار په بازارکې د دوو تنو وسله والوکسانو د ډزو له امله سخت ټپي شو چې وروسته يې په روغتون کې سا ورکړه.
ويل کيږي چې يرغلګر د پيښې له ساحې څخه تښتيدلي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دغه خبريال بريد په کلکه غندي او د زابل ولايت له امنيتي مرکزونو څخه غواړي چې د دغې وژنې د عاملينو د پيژندنې او نيولو په لاره کې هلې ځلې وکړي.
محمد يعقوب شرافت ٢٢ کلن و، واده يې کړى و او يوه کلنه لوريې لرله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتوب په داسې حال کې چې ځان د دغه ځوان خبريال د شهادت په غم کې شريک بولي، د لوى خداى (ج) له دربارڅخه ده ته د فردوس جنت هيله کوي او د هغه کورنۍ او د رسنيو کارکوونکو ته د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته