فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پنځه کلنه ستراتيژۍ تدوين شوه

کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دپنځه کلنې ستراتيژۍ دتدوين دکميټې ،غونډه نن ددغه وزارت دحقوقي سلاکار او دستراتيژۍ دتدوين دکميټې درييس دلاور نذير زوى په مشرۍ جوړه شوه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه غونډه د باختر  آژانس د رييس او د خپرونو دچارو معينيت داستازي خليل مينوي ،د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دحقوقي سلاکار او دځوانانو دچارو دمعينيت داستازي احمد جواد هشام،ديپلوم انجنير حميد الله عبدالاحد زي دفرهنګي معينيت داستازي محمد هاشم شارق ،دګرځندوى معينيت داستازي رامين عتيق زاده دکميټې دغړي دبشري منابعو رياست داستازي فواد   فرند،داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دپالسۍ دپراختيا دآمر او د ستراتيژۍ دتدوين دکميټې دمنشي محمد حسيب حيات په مشرۍ جوړه شوه .
په دې غونډه کې دکميټې غړو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دپنځه کلنې ستراتيژۍ مسوده په احوالو کې تاييد کړه او وپټيل شوه چې د نظرغوښتنې او ددغې مسودې د بډاينې په خاطر دى ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درييسانو ،سلاکارانو او کارپوهانو په کچه يوه غونډه جوړه شي او له نظر غوښتنې وروسته دى دوزارت مقام ته وړاندې شي.
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت حقوقي سلاکار او ددغې کميټې رييس دلاور نذير زوى څرګنده کړه چې په پنځه کلنه ستراتيژۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي ،فرهنګي ،ځوانانو او دګرځندوى برخې شاملې دي .
ده زياته کړه دالومړى ځل دى چې په خپله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ددغه وزارت دستراتيژۍ دتدوين دکميټې له خوا هر اړخيزه پنځه کلنه ستراتيژي داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اړتياو په پام کې نيولو سره طرحه او تدوين شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته