د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د ډاکټر نبي مصداق د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ
کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير د هېواد د پېژندل شوي خبريال او د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهوررييس د رسنیزو چارو سلاکار ډاکټر نبي مصداق د جنازې په مراسمو کې چې نن د کابل په عيدګاه جومات کې پرځای شول، ګډون وکړ. په دغو مراسمو کې د ارواښاد د کورنۍ غړیو، خپلوانو او دوستانو او يوشمېر حکومتي مسوولينو، د ملي شورا غړیو، خبريالانو او د مدني ټولنې فعالانو هم ګډون لاره.
محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې، نبي مصداق فرهنګي شخصيت او د رسنیزو چارو کارپوه وباله او د ده مړينه يې د هېواد رسنیزې ټولنې ته يوه ستره ضايعه وبلله.
نبي مصداق په کال ١٩۴۴ د پکتيا په ځاځیو ولسوالۍ کې وزېږيد او د کابل له رحمان بابا لېسې څخه فارغ شو او د لوړو زده کړو لپاره انګلستان ته لاړ او له پوهنتون څخه له فراغت وروسته، د يوې مودې لپاره یې په لندن کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه او وروسته د «بي.بي.سي» پښتو څانګې ته لاړ او د خبريال او وياند په توګه يې څو کاله کار وکړ.
هغه له کال ٢٠١۴ را وروسته د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهوررييس د رسنیزو چارو د سلاکار په توګه کار کاوه.
نبي مصداق د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه؛ نن د کابل ښار په يو روغتون کې ومړ.
ختم-ج – ا