کابل – باختر د لړم دمياشتې ١٨
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات نن مالى منابعو ته دځوانانو دلاس رسى دپروژې دافغانستان دکوچنيو پروژو له مرکز له مسولې شريفې اسماعيلي سره وکتل .
دباختر آژانس دخبرله مخې دشريفې اسماعيلى دڅرګندونو له مخې مالى منابعو ته دځوانانو دلاس رسى دپروژې له لارې سل تنه ځوانان چې سوداګرى مفکوره ولري روزل کيږي او دافغانستان دکوچنيو پروژو دمرکز له لارې دنورو مرکزونو په همکارۍدکوچنيو پورونو دورکولو فرصتونه برابريږي.
داطلاعاتو او فرهنګ سرپرست له دغه مرکز سره دهمکارۍ د څرګندلو ترڅنګ وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت تل هلې ځلې کړي دي چې دهيواد ځوانانو ته کارى او روزنيز فرصتونه برابر کړي.
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز د اقداماتو لړى ته اشاره وکړه چې په دغو برخو کې دځوانانو دچارو دمعينيت له خوا ترسره شوي دي.
2 1 دقیقه لوستل