فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس رپوټ واورېد

کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس مطیع الرحمن کریمي سره په کتنه کې، د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو رپوټ واورېد.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې لومړی د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع الرحمن کریمي د فعالیتونو، لاسته راوړنو او د یاد ریاست پر وړاندې د ننګونو رپوټ تشریح کړ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرسته یې د پاملرنې مننه وکړه.
هغه دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو، د بلخ د عامه کتابتون او ملي موزیم د ودانۍ، د تخصیص د کمښت او په بلخ کې د بیهقي ریاست د املاکو ستونزې ته د رسیدګۍ په اړوند یو شمېر وړاندیزونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره شریک کړل.
وروسته محمد طاهر زهیر په بلخ کې د کریمي د هڅو قدرداني او ملاتړ وکړ، ژمنه یې وکړه چې اړوندو ریاستونو ته به لارښوونه وکړي چې د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پر وړاندې د شتو ستونزو او ننګونو او دغه راز د یاد ریاست لپاره د اداري ودانۍ د جوړولو په برخه کې اړینه او جدي رسیدنه وکړي.
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته