د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت بلنه

کابل/ د سلواغې ٦مه/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت د غوره ځوانانو د ملاتړ په خاطر د ټولنيز سازمان TYSO په همکارۍ غواړي د ١٣٩٨ کال د افغانستان د غوره ځوانانو جشن جوړ کړي. په دغه جشن کې هغه کسان کولاى شي ځانونه کانديد کړي چې زموږ د خلکو د ژوندانه د بدلون او ښه والي لپاره عملي طرحې ولري او يا هغه کسان چې د ١٣٩٨ کال په بهيرکې د دوى کړه وړه د افغانستان د خلکو د ستونزو د حل او د ژوندانه د ښه والي سبب شوي وي.
مينه وال کولاى شي د١٣٩٨د سلواغې له ٦ مې څخه تر  ١٥ مې پورې د نوم ليکنې فورمې په پل باغ عمومي کې د ځوانانو چارو له معينيت او په کوټه سنګي کې د درېيمې ناحيې په سړک کې په جوانمرد قصاب کوڅه کې له البشارت مارکېټ څخه د غوره ځوانانو د ملاتړ له ټولنيز سازمان څخه ترلاسه کړي.
دغه راز غوښتونکي کولاى شي د ٠٧٠٠١٩٥٥٤٩د واټسپ او يا هم [email protected] برېښناليک له لارې د غوښتنې فورمې ترلاسه او دغې پتې ته دې ولېږي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته