کابل/ د زمري۳/ باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده په نوښت د دغه وزارت د کارکوونکو د مالي ملاتړ صندوق جوړشو.
ډاکټر وفايي زاده د دغه صندوق موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغو کارکوونکو مالي ملاتړ وباله چې په ځینو ځانګړو حالاتو کې مالي مرستې ته اړتیا لري. د صندوق د پرانیستې پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له خپل میاشتني معاش څخه سل زره افغانۍ صندوق ته ورکړې او همدارنګه یې یادونه وکړه، چې د وزارت د مشرتابه په ګډون به ټول اړوند کارکوونکي هره میاشت په اختیاري ډول له صندوق سره مرسته کوي.
باید وویل شي چې په اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کې دا لومړی ځل دى چې د دغه وزارت د کارکوونکو د مالي ملاتړ صندوق جوړېږي.
4 1 دقیقه لوستل