فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او ډاډګیرنې پېغام!

کابل باختر د ليندى اوومه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او ډاډګیرنې پېغام!
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې لیکوال، فرهنګي شخصیت او سیاست وال عالمزیب خان د ورپيښې ناروغۍ له آمله د حق چیغې ته لبیک ووایه. 
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد عالمزیب خان یو پښتون سیاستوال او فرهنګي شخصیت وو. هغه د سولې او پرمختګ دسیمه ایز تړون مشري کوله، چې د ډ یورنډ کرغیړنې کرښې دواړو غاړو د میشتو ولسونو ترمنځ روانې ستونزې او ناخوالې د سولې له لارې حل کړي.
ارواښاد د یووالي او وروګلوۍ په مفکوره تکیه کوله او روانو حالاتو ته یې د ښه والي لپاره مټې رانغښتې وې، هغه نه یواځې اوس بلکې له ځوانۍ راهیسې په دې لاره ډیرې ستونزې ګاللې او قربانۍ یې ورکړې وې.
په دې وروستېو کې يې د خوشال بابا د فکري ادبي‌ بهیر تر نامه لاندې فرهنګي خوځښت پېل کړی وو او وروستۍ ناسته یې د ستر خوشال په پلرني ټاټوبي کې جوړه کړې وه او همدارنګه دده په مشرۍ له کرښې پورې غاړه ګڼ شمېر پښتانه د پغمان په فرهنګي جشن کې د ګډون لپاره دلته راغلي وو. هغه په دې فکر هم وو، چې فرهنګي اړیکي هغه مضبوط تار  دی چې هیڅ ډول سیاستونه او استثمارونه یې نه شي پرې کولی، نو له همدې آمله یې د کرښې دواړو غاړو ته د پراته ولس ترمنځ د فرهنګي اړیکو او تګ راتګ لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کولې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عالمزیب خان مړینه په روانو حالاتو کې درنه ضایعه بولي او تشه به یې محسوسوي.‌
د څښتن تعالی له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت، کورنۍ او لارویانو ته یې د جمیل صبر هيله کوي.
په درنښت
پوهاند محمد رسول باوري
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست 
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته