فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري منابعو رياست د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رييسانو ته د رپوټ ورکولو دريمه غونډه جوړه کړه

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
د ولايتونو داطلاعاتو او فرهنګ د رييسانو درپوټ ورکولو دريمې  غونډې   نن
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمعين پوهنمل نبي فراهي په وينا سره په خپل کار
پيل وکړ.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د  کاري بهير دښه والي او درپوټ ورکولو د نظام دپياوړتيا په خاطر چې په مسلمه توګه دسالمې او حساب ورکوونکې ادارې جوړول دې دغې موضوع  ته   پاملرنه کړې ده   او د  ولايتونو داطلاعاتو او فرهنګ درييسانو درپوټ ورکولو غونډه يې  جوړه کړه.
دا دريمه غونډه  ده چې په دې لاره کې  جوړيږي  .
لومړى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشرى منابعو رييس  روح الامين حبيبي دښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې د رپوټ ورکولو د  غونډې د جوړولو  هدف د ښو اجرااتو ترسره کول ، دمرکز او دولايتونو درييسانو ترمنځ همغږۍ ، ددغو رياستونو ترمنځ د تجربو تبادله او په سمه توګه د پروګرامونو جوړول او  رپوټ ورکول  وبلل.
وروسته پوهنمل نبي فراهي په خپلو خبروکې د دغه شان غونډو جوړول   د اړوندو چارو په ښه  والي کې ګټور وبلل او ويې ويل چې دغه غونډه به ټيک هغه وخت په زړه پورې نتيجې ولري  چې د اطلاعاتو او فرهنګ رييسان دحقايقو پربنسټ رپوټ ورکړى او په ستونزو برياليتوبونو او په پياوړو او کمزورو  ټکو  ډ ډه  ولګوي . پوهنمل فراهى د اطلاعاتو او فرهنګ له رييسانو څخه وغوښتل چې  د فرهنګي ميراثونو دساتنې په برخه کې دافغانستان په خلکو پورې محدودې وياړنې نه دي ، پاملرنه  وکړي او   د اړوندو   ولايتونو دشاعرانو ،ليکوالو او   د فرهنګي او ادبي شخصيتونو په درناوي کې هڅه او هاند وکړي .
ده داطلاعاتو او فرهنګ رييسانو ته  دنده وسپارله چې دکتاب لوستلو فرهنګ پياوړى کړي او د سيمه ييزې اصيلې موسيقۍ  په ژوندي ساتلو کې  هڅه او هاند وکړى .
فراهي دګرځندوى د دوو انسټيټونو دجوړولو يادونه هم وکړه  او ويې ويل : په دغو مرکزونو کې ځوانان  روزل کيږي  چې له ګرځندويانو سره مرسته  وکړي.
وروسته د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ يو شمير رييسانو د روان کال کاري رپوټونه او د راتلونکى کال پلانونه بيان کړل او د اړوندو  ريا ستونو دکاري ستونزو د لرې کولو غوښتنه   يې وکړه .
دغه سيمينار د دريو  ورځو لپاره  دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته