کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمشرتابه هيت غونډه جوړه شو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په دې غونډه کې لومړى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين او سرپرست ډاکتر کمال سادات ددغه وزارت دپروګرامونو په باب خبرې وکړې او ددغه وزارت د بيلابيلو برخو د پروګرامونو دښه تطبيق غوښتنه يې وکړه.
وروسته ددغه وزارت دبيلابيلو برخو رييسانو دخپلو ادارو دبرياليتوبونو ،چلنجونو او د راتلوونکي مالي کال دپروګرامونو په باب خبرې وکړې او دستونزو دلرې کولو غوښتنه يې وکړه .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دريا ستونو دستونزو دلرې کولو په خاطر اړوندو اداروته لازمې لارښوونې وکړې.
1 د یوې دقیقې څخه لږ