کابل باختردزمري دمياشتې٢٧نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتيا !
د کابل په لويديځ کې د چهارشنبې د ورځې په ځانمرګي بريد کې د لسګونو تنو زده کوونکو ځوانانو او تنکيو ځوانانو ترڅنګ د ″فرهنګ د خبري آژانس″ ځوان خبريال عطاالله رحيمي هم شهيد شو .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په روزنيزو مرکزونو د تور زړو جنايتکارانو ناځوانمردانه او ډارن بريد او په بېګناه ځوانانو بريد په کلکه غندي او له امنيتي ځواکونو څخه غواړي چې د خلکو د سر او مال په تېره بيا د ديني او روزنيزو بنسټونو ساتنه له پخوا پياوړې کړي او تروريستي توطيې او پلانونه له رامنځته کيدو مخکې کشف او شنډ کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د دغې تروريستي پيښې د قربانيانو کورنيو په تېره بيا د شهيد عطاالله رحيمي کورنۍ او د فرهنګ په خبري آژانس کې د ده همکارانو ته څرګندوي او د دغو شهيدانو پاتې کسانو ته د الله (ج) له دربار څخه د زغم او آرامۍ هيله کوي.
پاى ج ذ
1 1 دقیقه لوستل