فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او شیکاګو پوهنتون ترمنځ تړون لاسلیک شو

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٩مه
د افغانستان د لرغونتوب ساتنې په موخه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او شیکاګوپوهنتون ترمنځ د همکاريو تړون لاسلیک شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر عبدالباري جهاني په حضورکې د وزارت د لرغونپوهنې ریاست د رئیس قدیر تېموري او د شیکاګو پوهنتون د شرقي انسټیتیوټ د مشر پروفیسور جیل جې ستین له خوا د همکاریو تړون لاسلیک شو.
د همکاریو د دغه درې کلن تړون له مخې به د شیکاګو پوهنتون شرقي انسټیټیوټ د افغانستان د لرغونو ساحو پېژندګلوي او نقشه کښې کوي او د څېړنو پایلې به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپاري.
د شرقي انسټیټیوټ د کار په بله برخه کې به د لرغونو میراثونو د پېژندنې او ساتنې لپاره؛ په پرمخ تللو وسایلو سمبال لابراتور جوړېږي. د دې ترڅنګ به په هیواد کې او له هیواده بهر د افغانو لرغونپوهانو د ظرفیت لوړولو بېلابېل پروګرامونه عملي کېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د دغه تړون پر بنسټ همکارۍ ګټورې وبللې او د شرقي انسټیټیوټ پلاوي ته یې له خپله اړخه ډاډ ورکړ.
باید وویل شي چې د دغه تړون مالي لګښتونه په کابل کې د امریکا سفارت پر غاړه اخیستي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته