فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د شهروند موسسې ترمنځ د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو

کابل باختردليندۍ دمياشتې٦  نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين فاضل سانچارکي نن د دغه وزارت او د شهروند موسسې ترمنځ د همکارۍ تفاهم ليک د دغې موسسې له رئيس سيد حميد هاشمي سره لاسليک کړ.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د دغه تفاهم ليک له مخې، د شهروند موسسه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکو ته د خبريالۍ، سم ليکلو، د تحقيق د لارو چارو، مديريت او اړيکو  او د اداري او نشراتي برخو کارکوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په خاطر روزنيز پروګرامونه ترسره کوي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين فاضل سانچارکي د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو په وخت کې وويل، هيله لري چې د دغه تفاهم ليک په لاسليک کيدوسره په دغو برخوکې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د کارکوونکو د زياتې ودې زمينه برابره شي .
ده دغه راز وويل چې د کتاب چاپولو په برخه کې دغه وزارت ظرفيت جوړولو ته اړتيا لري چې دغه تفاهم ليک کيداې شي په دې لاره کې ګټور وي.
وروسته د شهروند موسسې رئيس سيد حميد هاشمي د دغه تفاهم ليک د لاسليک  کولو په وخت کې وويل چې د دغه تفاهم ليک د لاسليک کولو هدف د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو ظرفيت جوړول دي چې يو کال اعتبار لري.
پاى ؛ ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته