د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ابلاغیه !

کابل باختردوږي دمياشتې٢٨نيټه :     
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ابلاغیه !
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ټولو رسنيو څخه غواړي چې د محرم الحرام د مياشتې په لسمه نېټه چې د اسلام د ستر پيغمبر د لمسي او د اهل بيت د شهادت له ورځې سره برابره ده؛ خپلې خپرونې د دغې ورځې له روحیې سره سمې برابرې کړي. عاشورا د نړۍ په ټولو مسلمانانو پورې اړه لري. له همدې امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلام د ښوونځي د حماسه جوړونکو شهيدانو د ياد او خاطرو درناوی کوي .
پاى ج    ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته