کابل باختر دکب دولسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو معين سيد مصدق خليلي نن د هيواد د ولايتونو د اطلاعاتو اوفرهنګ د رييسانو د رپوټ ورکولو په غونډه کې د راتلوونکو فرهنګي او هنري پروګرامونو په باب معلومات ورکړل.
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: په دې غونډه کې د يو شمېر ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ د رييسانو د١٣٩٢ کال په بهيرکې دخپلو اړوندو ادارو د کړو وړو، برياليتوبونو او اړتياوو په باب رپوټونه وړاندې کړل .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګي چارو معين ددغو رييسانو دکړنو د رپوټونو د اوريدو په ترڅ کې وويل چې ددغو رپوټونو مهم ټکي ليکل شوي دي او د وزارت په عمومي اداري غونډه کې طرحه اوڅيړل کيږي چې د هغو په اړوند د حل لارې چارې ولټول شي او د امکاناتو په حدودکې عملي اقدامات وشي.
دغه راز خليلي د راتلوونکو فرهنګي او هنري پرو ګرامونو په باب معلومات ورکړل او د دغو پروګرامونو دتحقق په څرنګوالي باندې يې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونه دې له سيمه ئيزو بنسټونو سره په همغږۍ کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې لازم اقدامات ترلاس لاندې ونيسي.
ددغې غونډې په پاى کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګي چارو معين د فرهنګي او هنري پروګرامونو په اړوند د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ولايتي رييسانو پوښتنو ته ځواب ووايه.
دغه غونډه چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د بشري منابعو د رياست له خوا جوړه شوې ده؛ سبا هم دوام کوي.
0 1 دقیقه لوستل