د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن دزابل ولايت دخلکو له استازو سره په داسې حال کې چې په ملي شورا کې ددغه ولايت يوشمير استازي هم حاضر و ، وکتل .
کابل باختر د وږي دريمه :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن دزابل ولايت دخلکو له استازو سره په داسې حال کې چې په ملي شورا کې ددغه ولايت يوشمير استازي هم حاضر و ، وکتل .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، ددغې کتنې په پيل کې برخه والو دتاريخي ابداتو په تيره بيا دميرويس نيکه دکلا په ساتنه کې دزابل ولايت دخلکو ستونزې طرحې کړې .
دغه راز دوى ددغه ولايت ځينې فرهنګي ستونزې داطلاعاتو او فرهنګ له وزيرسره طرحه کړې .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دکتنې دبرخه والو دغوښتنو اووړانديزونو له اوريدو وروسته وويل هغو محدودو امکاناتو ته په پاملرنې سره چې دغه وزارت يې لري دزابل ولايت دفرهنګي برخې دستونزو لرې کولو ته جدي پاملرنه کيږي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير دتاريخي ابداتو دساتنې رياست ته دنده وسپارله چې په دغه ولايت کې دتاريخي ابداتو ستونزې وڅيړي او په حل کولو يې اقدام وکړي .