کابل باختر دکب څوارلسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين ددغه وزارت د مرکز د رييسانو د رپوټ ورکولو په دويمه غونډه کې وينا وکړه اويوځل بيايې د هيواد د يو زرو دوه سوه تاريخي څلو د ړنګيدو په نسبت خپله انديښنه څرګنده کړه.
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمرکز د برخې د رييسانو په ګډون جوړه شوه؛ لومړى روح الامين حبيبي د ښه راغلاست د ويلوپه ترڅ کې د غونډې هدفونه د سالمې، شفافې او حساب ورکوونکې ادارې په لاره کې د رپوټ ورکولو او د اجرااتو د بهير ښه والى، د برياليتوبونو څرګندول، د ستونزو او مشکلاتو په ډاګه کول او د رييسانو ترمنځ د تجربو تبادله وبلله او د برخه والو دلازياتو برياليتوبونو هيله يې وکړه.
وروسته د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت معين پوهنمل فراهي خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه غونډه د چارو د لازيات ښه والي په خاطر جوړه شوې ده اوموږ هڅه او هاندکوو چې اړوندې چارې له پخوا څخه په ښه توګه ترسره شي.
فراهي دګرځندوى انستيتوت د جوړولو يادونه وکړه او ويې ويل چې ددغه انستيتوت په جوړيدو سره ځوانان د افغانستان دګرځندوى دصنعت او دفرهنګي اوتاريخي مسئلو په برخه کې روزل کيږي .
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګي چارو معين سيد مصدق خليلي خبرې وکړې او ويې ويل چې د وزارت له نورو څانګو سره د فرهنګي برخې اړيکې د ستاينې وړ دي.
که چيرې د وزارت په يوه برخه کې کومه ستونزه پيداشي؛ ټولې برخې يې له ستونزو سره مخامخ کوي.
ده د زابل، غزني، بلخ، هرات او بدخشان په ولايتونوکې هم د اړوندو بنسټونو د ستونزو يادونه وکړه.
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو دچارو معين تيمور شاه اسحق زي خبرې وکړې او ويې ويل چې زموږ هدف د ځوانانو د استعدادونو وده او د هغوى د پوهې دکچې لوړول دي.
ده د انتخاباتوله موضوع سره هم اړيکې ونيولې او ويې ويل چې په انتخاباتوکې زموږ ځوانان رغنده رول لوبولى دى. د بيان د آزادۍ په برخو او په نوروبرخوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د برياليتوبونو يادونه وکړه.
ورپسې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين خبرې وکړې او څرګنده يې کړه: په داسې مملکت کې ژوند کوو چې له زياتو ستونزو سره دخاصو شرايطو په منلو سره چې زموږ په مملکت کې شته؛ له زرګونو ناخوالو سره چې شتون لري؛ مخامخ يو.
کله چې تيرو وختونو ته ګورو؛ دغه هيواد د دولسو او ديارلسو کلونو مخکې په پرتله له ځمکې څخه تر آسمان پورې توپير کړى دى.
ډاکتر رهين دطالبانو له تورې دورې سره اړيکې ونيولې او ويې ويل: په هغه وخت کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ريسيان په نهو بجو راتلل او په يوولسو بجو بېرته تلل چې يوه مړى حلاله ډوډۍ پيداکړي.
دطالبانو په وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کوم ارزښت درلود. خونن چې رسنۍ ددغه وزارت د ارزښتونو پوښتنه کوي؛ ساعتونه ساعتونه وخت نيسي چې د بيان او د رسنيو د آزادۍ په برخه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت برياليتوبونه بيان کړو.
ده دغه راز د نوى فصل له پيل وروسته د نوى نظام د برياليتوبونو په باب چې بنسټ يې کيښودل شو؛ مفصل توضيحات وړاندې کړل او طرحه يې کړه چې د افغانستان خلکو په تيرو ديرشوکلونوکې تل دردونه اوکړاونه ګالل هيچا د خپلې راتلوونکى په نسبت ډاډ نه درلود.
ډاکتر رهين زياته کړه چې زموږ هيواد دکونډو ښځو، معلولينو او د يتيمانو ډير لوړ ارقام لري چې ټول يې د جګړې زيږنده دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرکز رييسانو د ١٣٩٢ هجري لمريز کال دکړنو رپوټونه بيان کړل او د راتلوونکى کال د پروګرامونو په باب يې معلومات وړاندې کړل .
دغه غونډه د دوو ورځو لپاره دوام کوي.
2 2 دقیقې لوستل