تبصره
کابل، د زمري ۲۱ مه، باختر
درې کاله وړاندې د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو وکولی شول، چې د زمري د میاشتې پر ۲۴ مه نېټه هېواد کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو سازمان اشغال ته د افغانستان لپاره له ویاړ او غرور او اشغالګرو لپاره له شرم څخه ډک د پای ټکی کېږدي.
باید ووایم چې افغانانو د ازادۍ د خوند د ترلاسه کولو لپاره شل کاله مبارزه وکړه او د سرونو په نذرانه کولو او دغه راز نورو قربانیو په ورکړې سره یې دغه ویاړ ترلاسه کړ.
د افغانانو دغې بریا نړۍ ته له ځان سره ډېر پیغامونه درلودل، چې دلته به ورته لنډه کتنه وکړو.
لومړی: د افغانانو دغې مبارزې د درېیم ځل لپاره نړۍ ته وښوده، چې دا ویاړلی ملت د پردیو تر قیادت لاندې ژوند غلامي او عین مرګ بولي او هېڅ کله نه تسلیمیږي، نو د نړۍ نور ملتونه هم کولی شي، چې د افغانانو له سرښندنو درس واخلي او هېڅ کله پرېنږدي، چې پردي یې جغرافیي، فکرونه او سیاستونه اشغال کړي.
دویم: اسلام مبارک دین موږ ته خبرداری راکوي، چې کفار هېڅ کله د مسلمانانو دوستان نه شي کېدلی او دا مسله د تاریخ په اوږدو کې لکه لمر داسې روښانه شوې ده، نو د نړۍ مسلمانانو ته په کار ده، چې د افغانانو په څېر د یو مشخص پلان له مخې خپلو ګټو ته په کتو له دوی سره اړیکې وپالي او د اشغالي نښو نښانو په صورت کې یې پر وړاندې ودریږي او ترمرګه له خپلې جغرافیې، ارزښتونو او سیاست څخه دفاع وکړي.
درېیم: که څه هم په ځینو افریقایي هېوادونو کې د لویدیځ او په ټوله کې د اشغالګرو ټغر په ټولېدو دی، خو د نړۍ ټولو هغو هېوادونو ته، چې په یو نه یو ډول په سیاسي، پوځي، اقتصادي او نورو اشغالونو څخه رنځ وړي، پکار دي، چې لاس په کار شي او له دغه پېغور څخه ځان خلاص کړي.
هو افغانانو په تېرو درېیو کلونو کې له ژوند څخه خوند واخیست او تر ډېرې اوږدې مودې وروسته د یو مرکزي حکومت خاوندان شول او دا مهال په دېر غرور سره د نړۍ د څو محدودو خپلواکو هېوادونو په څېر خپلواک ژوند کوي.
30 1 دقیقه لوستل