خبرونهنړۍ

د اسټرالیا پارلمان د فلسطین رسمیت پېژندلو په موخه رایه اچونه کوي

نړۍ، د چنګاښ ۵مه، باختر 

د زرغونې اسټرالیا ګوند یوې غړې مهرین فاروقي د اېکس په یو پیغام کې لیکلي، چې نن سه شنبه به د اسټرالیا په پارلمان کې د فلسطین د رسمیت پېژندلو موضوع مطرح او په اړه به یې رایه اچونه وکړي.

نوموړې له واکمن کارګر ګوند څخه چې نننۍ رایې اچونې سره تاریخ جوړ کړي او د عدالت د پلي کولو لپاره تاریخي ګام پورته کړي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ بیا نننۍ وړاندې شوې طرحه کې د سمون غوښتنه کړې.

نوموړې ویلي، چې سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د دوه بېلو دولتونو رامنځته کېدل او د کړکېچ عادلانه حل د اسټرالیا د سنا لپاره مهم دی.

د یادونې وړ ده، چې کارګر ګوند تېره میاشت پارلمان کې له نورو ګوندونو لکه لېبرال سره لاس یو کړی وه او د فلسطین د رسمیت پېژندلو طرحه یې ناکامه کړې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته