کابل، د وږي ۹مه، باختر
الحمد لله رب العالمین والصلاة و السلام علی خیر خلقه محمد وعلی آله واصحابه اجمعین.
اما بعد:
جلالتماب حسين ابراهيم طه – د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي، ښاغلی مبيلا مبيلا د کېمرون جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، د اسلامي همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو محترمو وزيرانو او استازو او د ناظرو هېوادونو او سازمانونو درنو استازو!
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!
تر هر څه وړاندې د افغانستان اسلامي امارت او خلکو په استازیتوب د کېمرون جمهوريت له حکومت او خلکو څخه د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د پنځوسمې غونډې د کوربه توب او مېلمه پالنې له کبله د زړه له تله مننه کوم. همدا راز د اسلامي همکارۍ سازمان د يو له بنسټ ايښودونکي هېواد د استازي په توګه د دغه سازمان له سر مُنشي جلالتمآب حسين ابراهيم طه څخه د دغه سازمان د حکيمانه رهبرۍ او د دغې غونډې د بريالي تدوير له کبله د زړه له تله مننه کوم.
ښاغلو او آغلو!
خوښ يم چې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزيرانو په غونډه کې په داسې حال کې د خپل هېواد افغانستان په استازيتوب ګډون کوم چې له لسيزو وروسته اوس پهکې نه بهرنی عسکر شته او نه داخلي جنګ. له افغانستان څخه د لوېديځ د نظامي او فکري اشغال لمن په بشپړه توګه ټوله شوې. په هېواد کې د قدرت جزيرې له منځه وړل شوې او ټوله خاوره د يوه مرکزي، متعهد او مسئول حکومت په لاس کې ده.
افغانستان څو لسيزې وروسته له بشپړ امنيت او ثبات برخمن دی؛ په دولتي ادارو کې فساد له منځه تللی؛ د هر ډول مخدره موادو کرنه او سوداګري په مطلق ډوله بنده شوې. د هېواد او خلکو د لومړيتوبونو د تحقق او د متوازن پرمختګ لپاره د هېواد له ګوټ ګوټ څخه عوايد مرکزي خزانې ته راټوليږي او د افغانستان ملي بودجه سل په سلو کې له کورنیو عوايدو تمويليږي. افغانستان اوس د يوه داسې امنيتي ځواک څښتن دی چې د هېواد د ازادۍ او ثبات ګټندوی او ساتندوی دی او د خپل هېواد د ثبات له لارې د سيمې په ثبات کې خپل رغنده نقش لوبوي. مګر لسيزو جګړو ځپلی افغانستان ستونزې هم لري. د افغانستان بانک ميلياردونه ډالر شتمني د امريکا د متحدو ايالتونو له خوا کنګل شوې؛ پر افغانستان غيرعادلانه اقتصادي بنديزونه لګيدلي؛ په غیر منصفانه ډول د رسمیت مشروع حق ور څخه اخيستل شوی او آن په نړيوالو تخصصي سازمانونو کې ترې د استازيتوب غيرقابل انکار حق اخيستل شوی او په دې سربېره د يوې منظمې تبليغاتي جګړې هدف او د يواړخيزو مغرضو راپورونو موضوع ګرځول شوی دی.
په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د ستونزو د هواري لپاره شپه او ورځ کار کوي او په دې برخه کې يې پام وړ لاسته راوړنې هم لرلي؛ د اسلامي همکارۍ سازمان له غړيو هېوادونو او د نړۍ له ټولو بشرپالو هېوادونو څخه دوه غوښتنې لري:
زموږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې ټول هېوادونه بايد د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو شتمنيو د آزادولو او له افغانستان څخه د اقتصادي او د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو څخه د سفري بنديزونو د لرې کولو لپاره جدي هڅې وکړي. دغه بندیزونه د افغانستان د مرکزي بانک د وظايفو د معطل کېدلو، د افغانستان د اقتصادي ودې او آن سيمه ييزې سوداګرۍ د ورو کېدو او د دوه اړخيزو او څواړخيزو اړيکو د ټينګولو په موخه د راشه درشه د مخې ډب کولو سبب شوي. زموږ هيله ده چې د جګړې د وخت چلند د سولې پړاو ته را و نه لېږدول شي. آيا دا منطقي ده چې يو کوربه هېواد دې د يوه هېواد د بهرنیو چارو وزير د بلنې له کبله له ملګرو ملتونو څخه اجازې اخيستنې ته اړ شي؟ آيا دغه ډول چلند په زوره د واکمن نړيوال نظم د عادلانه توب تر پوښتنې لاندې راوستل نه دي؟
زموږ دويمه غوښتنه دا ده چې د اسلامي همکارۍ سازمان غړي هېوادونه او د نړۍ نور هېوادونه د مشترکو مشروع ګټو په چوکاټ کې له افغانستان سره اقتصادي او سوداګريزې ملګرتيا ته داخل شي. افغانستان د ستراتيژيک موقعيت، پراخو طبيعي زېرمو او ارزانه او خواريکښ بشري ځواک په لرلو سره د ډاډمن امنيت، اقتصاد محوره او متوازنې بهرنۍ تګلارې او مخلصانه سياسي هوډ په سيوري کې د سيمه ييز اتصال او پانګونې بې مثاله فُرصت دی. دا فُرصت زموږ له ملي حاکميت او مشروع ګټو پرته هېڅ حدود نه لري.
درنو حاضرينو!
افغانستان له لسيزو جګړې راوتلي هېواد په توګه د ماضي د ترخو تجربو د هېرولو او د نړۍ له هېوادونو سره د دوه اړخيزو مشروع ګټو پر اساس د نويو اړيکو پيلولو مخلصانه عزم لري. موږ د ځان او نړۍ دواړو لپاره د امن پيغام لرو او د سيمې او نړۍ هېوادونو ته بشپړ ډاډ ور کوو چې زموږ خاوره به د هېچا په خلاف نه کاريږي. دا ژمنه موږ په تېرو درېو کلونو کې په عمل کې ثابته کړې ده. په ورته ډول، د نړۍ له هېوادونو څخه هم له افغانستان سره د بالمثل تعامل غوښتنه کوو او د يو اړخيزو ګمانونو او د پخوانيو ناکامو تجربو پر اساس ولاړو تحليلونو پر ځای يې د نويو واقعيتونو پر اساس ولاړ تفاهم ته رابولو.
افغانستان د اسلامي همکارۍ سازمان د ټولو غړيو هېوادونو ترڅنګ د نړۍ ټولو هېوادونو ته په مثبت نظر ګوري او له هغوی څخه هم د مثبت تعامل غوښتنه لري.
درنو حاضرينو!
ستره بې انصافي به وي چې د اسلامي نړۍ د بهرنیو چارو وزيرانو په دې ناستې کې د فلسطين قضيې ته چې د اسلامي همکارۍ سازمان وجودي فلسفه جوړوي، اشاره و نه کړم. له تېرې يوې پېړۍ راهيسې چې د فلسطين د بشر او حجر د له منځه وړلو لپاره کومه جګړه کېږي او په ځانګړې توګه له تېر نږدې يوه کال راهيسې چې په کوم سرعت د اشغالګر صهیونستي رژيم لهخوا د فلسطين د مظلومو خلکو کومه ارادي، منظمه، او بېرحمانه نسل وژنه روانه ده، په تاريخ کې ساری نه لري. مګر له يوه کال تېرېدو سره سره، واکمن نړيوال نظم نه يوازې د ظالم د لاس په نيولو کې پاتې راغلی، بلکې د مظلوم پر ضد يې مالي، نظامي او تبليغاتي ملاتړ کېږي. دا حالت په هېڅ ډول د توجيه وړ نه دی. دا د نړۍ د ټولو بشرپالو هېوادونو، په ځانګړې توګه د اسلامي همکارۍ سازمان مسئوليت دی چې د فلسطين قضيې ته عاجل، عادلانه او دايمي حل پيدا کړي او د دغه حل د تطبيق لپاره هر ډول اړينه سياسي اراده، همغږي، او امکانات پيدا کړي. که موږ د اسلامي همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دا قضيه هواره نه کړو، نه به مو خدای وبخښي او نه خپل ولسونه.
له توجه نه مو يوه نړۍ مننه!
والسلام علیکم ورحمةالله و برکاته