د اسلامي پيوستون صندوق د هرات له زلزله ځپلو سره ۱۵۰ زره ډالره مرسته وکړه

کابل، د کب ۲مه، باختر

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر دوکتور محمد سعید العیاش د اسلامي پيوستون د صندوق په استازيتوب د هرات له زلزله ځپلو سره ۱۵۰ زره امریکايي ډالره مرسته د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطيع الحق خالص ته وسپارله.

د اسلامي همکاریو د سازمان استازي دوکتور محمد سعید العیاش په دې اړه وویل، چې دا مرسته به د راتلونکو نورو اقداماتو پيلامه وي.

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې دا ډول مرستې به په راتلونکې کې هم دوام ومومي.

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطيع الحق خالص وویل: «مونږ ژمن یو چې دا مرسته به په پوره شفافیت او امانتدارۍ تر مستحقو وګړو رسوو.» نوموړي د اسلامي پيوستون د صندوق د ادارې مننه وکړه، چې په ستونزمنو حالاتو کې د افغان ولس مرسته کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته