کابل باختر د زمري شپږ ويشتمه
د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو په څلورمه فوق العاده غونډه کې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي د وینا متن
داسد٢٤-٢٥ مکه مکرمه
اعلیحضرت خادم الحرمین الشریفین؛
عالی جنابانو؛
د دولتونو او حکومتونو مشرانو؛
د راغلو هیئتونو مشرانو؛
د اسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان عالي جناب سرمنشي؛
خویندو او وروڼو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زما لپاره د ډېر ویاړ ځای دی چې د نړۍ د مقدس ترین مکان –حرم شریف- څنګ ته د اسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو په دې فوق العاده غونډه کې شرکت کوم.
د روژې په دې مبارکه میاشت کې- چې د بشر د لارښوونې لپاره قرآن عظیم الشان د اسلام پر ستر پیغمبر نازل شوی دی- زموږ دا غونډه یوه خاصه معنی لري.
ددغه کنفرانس د جوړیدو لپاره د اعلیحضرت خادم الحرمین الشریفین د پر ځای تصمیم درناوی کوم.
غواړم د خپلې وینا په پیل کې د هغو تلفاتو او زیانونو په هکله چې زموږ ایراني خویندو او وروڼو ته د وروستۍ زلزلې له امله اوښتي، خپل ژور تاثر وړاندې کړم.
ښاغلی رئیس!
یو وخت اسلامي نړۍ د بشري تمدن مرکز و، اما متاسفانه نن د افراطیت، خشونت او تروریزم په اور سوځي.د اسلامي نړۍ اوسنی حالت د تاسف او تالم وړ دی.
د اسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان او نورو نړیوالو موسسو د څیړنو په اساس، اسلامي هیوادونه د ښوونې او روزنې، علمي څیړنو، اجتماعي رفاه او پرمختګ په حوزو کې د نورو هیوادونو په پرتله په ډیر ټیټ مقام کې واقع دي؛ حال دا چې یوازې په ۲۰۱۰م کال کې د ټولې نړۍ په سلو کې۶۰ ترورستي حملې په دریو اسلامي هیوادونو: افغانستان، پاکستان او عراق کې واقع سوي دي.
تروریزم د یوه ستر آفت په توګه هره ورځ زموږ د هیوادونو په سلګونو بیګناه خلک په خپلو وینو کې لمبوي، ښځې، کوچنیان او ملکي خلک بې رحمانه وژل کیږی. زموږ مساجد، دیني مراکز، مکاتب، علمي او اقتصادي بنسټونه ورانیږي او زموږ هیوادونه هره ورځ د بشري ترقۍ له کاروانه وروسته پاتیږي.
تروریزم د اسلام له نامه ناوړه استفاده کوي او د اسلامي امت د بدنامۍ سبب کیږي او په ټوله نړۍ کې هره ورځ له اسلام سره د دښمنۍ سنګر پیاوړی کوي. د تروریزم د اور او وینو پدې هولناکه فضا کې د اسلام د مقدس دین بشردوستانه پیغامونه لږ اوریدل کیږي.
د تروریستانو د یوې کوچنۍ ډلې د اعمالو له امله د اسلامي ستر تمدن او له تسامح ډک دین او د نړۍ له یو نیم میلیارد زیاتو مسلمانانو د ژوند ښیګڼې له پامه غورځول د امت مسلمه په وړاندې ستره جفا ده. دا عمل نه یوازې دا چې د نړۍ د مسلمانانو د رنجش باعث کیږي، بلکه په ژور ډول د تروریستانو له اهدافو سره- چې هغه د نړۍ د خلکو تر منځ ددښمنۍ ایجاد او د بیرې او وحشت حاکمیت دی- مرسته کوي.
نړۍ باید دا واقعیت په پام کې ولري چې د تروریزم زیاتره قربانیان مظلوم او بې ګناه مسلمانان دي، نو ځکه تروریزم ته د اسلام او مسلمانانو هویت ورکول په حقیقت کې د قربانیانو او جنایت کارانو سره ګډول دي چې په نهایت کې د تروریزم د پیاوړتیا او د تمدنونو او ادیانو تر منځ د سؤ تفاهم سبب کیږي.ددې خطراتو د مخنیوي لپاره لازمه ایسي چې د غربي نړۍ مشران ددې منفي پدیدې په وړاندې مسوولانه برخورد وکړي.
دلته باید دا خبره هم یاده سي چې زموږ ټولو اسلامي هیوادونو خصوصاً ددین علماوو او د اسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان دا وظیفه ده چې د اسلام د مقدس دین انسان دوستانه پیغامونه نړیوالو ته ورسوو او د رښتینی اسلام څیره وروښیو او پدې لاره کې خپلې هڅې جاري وساتو. له بلې خوا په اسلامي هیوادونو کې دولتي او سیاسی مقامات باید هیڅکله د تروریزم په وړاندې مدارا ونه کړي او نه هم له تروریزم څخه په نورو هیوادونو کې د خپلې مداخلې او اِعمالِ نفوذ لپاره کار واخلي. له خشونت، افراطیت او تروریزم سره مبارزه ایجابوي چې موږ په هیڅ ډول شرایطو کې او په هیڅ عنوان د تروریزم په وړاندې غلي او غیر فعال پاتې نسو.
په خاصه توګه له هغه تروریزم سره مبارزه چې د اسلام له نامه ناوړه ګټه اخلي، په اول قدم کې زموږ ټولو مسلمانانو دیني وظیفه ده. دلته زه ټولو اسلامي هیوادونو او په خاص ډول د اسلامي هیوادونو علماوو ته بلنه ورکوم چې د فتواوو، دیني مواعظو او هم د نړیوالو کنفرانسونو د تدویر له لیارې د تروریزم پدیده تقبیح کړي. په دې برخه کې د اسلامي مراکزو عدم فعالیت د مسلمانانو لپاره څه ګټه نه لري، بلکه برعکس دا پټه خوله پاتېدل به ددې سبب سي چې د اسلام مخالفان ورځ تر بلې د اسلام پر ضد لا زیات تبلیغ وکړي. نو ضروري ده چې موږ د تروریستانو د تجرید لپاره د اسلامي نړۍ دریځ پیاوړی او متحد کړو.
ښاغلی رئیس او محترمینو!
موږ په افغانستان او پاکستان کې د امن او سولې د تحقق لپاره له ډیرو کلونو را پدې خوا هڅې شروع کړې دي.
زموږ دا باور دی چې په افغانستان او پاکستان کې د سولې تحقق او په منطقه کې د تروریزم خاتمه په پاکستان کې زموږ د وروڼو په صمیمانه همکارۍ پورې تړلې ده. په دې لاره کې موږ د خپلو پاکستاني وروڼو د حسن نیت پیغامونه ستایو او امیدواره یو چې د اسلامي اخوت پر بنسټ عملي ګامونه پورته کړو، تر څو ژر تر ژره د دواړو هیوادونو خلک هغه امن او سوکالۍ چې آرزو او حق یې دی، ورسوو.
دلته غواړم د خادم الحرمین الشریفین له عنایت، د سعودي عربستان او د ترکیې د وروڼو هیوادونو د حکومتونو له همکاریو مننه وکړم چې د امن او سولې د هڅو د بري په لاره کې یې زموږ سره ډیره مرسته کړېده. او هیله مند یم چې خادم الحرمین الشریفین د هغه مهربانۍ له رویه چې تل یې لري، په افغانستان او پاکستان د امنیت او سولې د راوستلو لپاره خپل عنایت ته ادامه ورکړي.
ښاغلی رئیس!
په بین المللي امورو کې د اسلامي نړۍ د نقش نشتوالی د اسلامي نړۍ یو بل مشکل دی. اسلامي نړۍ سره له دې چې د ټولې نړۍ پنځمه برخه نفوس لري، غني اقتصادي منابع او ځوان بشري طاقت لري، خو بیا هم د نړۍ په سیاسی او اقتصادي تحولاتو کې هغه نقش چې یې وړتیا لري، نسي ادا کولای.
ښایي د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان، د اسلامي هیوادونو د ځوانانو د تعلیم په تېره بیا د ساینس او تکنالوژي د ودې په ساحه کې د مؤثرو پروګرامونو له لارې دې خواته زیاته توجه مبذول کړي او هم مو ځوانانو ته د کار د زمینو د پیدا کولو عملي لارې چارې وسنجوي، څو د خپل منځيو همکاریو له لارې د اسلامي هیوادونو د ځوانانو د بې کارۍ مخه ونیسو.
ښاغلي رئیس!
هغه څه چې نن په سوریه کې تیریږي، د افغانستان د ژور تاثر او تالم باعث دي، پدې هیواد کې هره ورځ په لسګونو بې ګناه انسانان وژل کېږي، تاریخي ودانۍ، ښارونه او کلی ورانیږي، په زرګونو اوسیدونکي یې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کیږي.
د افغانستان حکومت د سوریې له خلکو سره په بشپړې همدردۍ ددې منازعې ډیر عاجل حل غواړي. په یمن؛ مالي او همدا راز د میانمار د مسلمانانو ناآرامۍ او په نورو اسلامي هیوادونو کې جنګ او د فرقه یی خشونت تداوم زموږ د ژورې نګرانۍ وړ دي.
تر شپیتو زیات کلونه کیږي چې زموږ فلسطیني وروڼه او خویندې په نورو هیوادونو او یا هم په خپله خاوره کې آواره دي. افغانستان د فلسطین له خلکو سره ژوره همدردي لري او سولې ته د رسیدو لپاره د فلسطین د رهبرۍ ټینګ ملاتړ کوي او غواړو چې د فلسطین خلک په خپله خاوره کې د خپل دولت خاوند سي.
ښاغلی رئیس!
دا حاضره غونډه د اسلامي نړۍ لپاره په ډیره بحراني اوضاع کې رابلل سوې ده. نو هغه پیغام چې له دې کنفرانسه استول کیږي د اسلامي امت د سرنوشت لپاره ځانګړی اهمیت لري.
زه هیله لرم چې دا کنفرانس د اسلامي اخوت او پیوستون مظهر وي او زموږ د هغې ارادې تاکید وي چې غواړو د خپلو مشکلاتو د حل لپاره متحدانه عمل وکړو.
د اعلیحضرت خادم الحرمین الشریفین د پیشنهاداتو تائید کوم او یو ځل بیا مننه کوم چې د روژې پدې مبارکه میاشت کې یې د عمرې او له مسلمانو وروڼو سره د خبرو او مذاکرې زمینه برابره کړې ده، د څښتن تعالی دربار ته دا خواست کوم چې سوله، ترقي او عدالت دې د نړۍ د ټولومسلمانانو په نصیب شی.پاى
آمین یا رب العالمین