سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د اسلامي نړۍ رسنۍ د غزې اړوند دروند مسولیت پر غاړه لري، چې باید ادا یې کړي

تبصره:

دا چې په منځني ختیځ کې د اسرایلو د تش په نوم هېواد له رامنځته کېدو سره سم سیمه کې د فلسطین او وخت ناوخت د لبنان، اردن، سوریې او نورو هېوادونو مسلمانان د صهیونستي رژیم له سختو ظلمونو سره مخ دي او په تېرو ۷۳ کلونو کې سلګونه زره فلسطینیان  او نور مسلمانان د دغه رژیم له لوري شهیدان شوي، معلول شوي، بې کوره شوي او پلرنۍ ځمکې یې غصب شوې دي، نو اسلامي نړۍ او په ټوله د ځمکې پر مخ خورو ورو مسلمانانو ته پکار ده، چې د دغه رژیم پر وړاندې غږ پورته کړي او هلته د روان ظلمونو د منخیوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

یوه وسیله، چې اسلامي نړۍ او مسلمانان یې په واک کې لري، هغه رسنۍ ده او دا مهال د نړۍ مختلف اسلامي هېوادونه په کافي اندازه مالي او تخنیکي امکانات لري او کولی شي په ډېر ښه شکل سره یې د اسرایلو پر ضد او د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره وکاروي.

نړۍ کې د څو محدودو رسنیو له ډلې یو هم په افغانستان کې د باختر اطلاعاتي آژانس دی، چې تل یې له اسلامي مقدساتو او مسلمانانو په ځانګړي ډول له فلسطینیانو څخه د ملاتړ لپاره مطالب خپاره کړي او لا هم دغې لړۍ ته دوام ورکوي.

د اسلامي نړۍ رسنۍ باید له غربي هغو زده کړي، چې څنګه د خپلو ملګرو اسرایلیانو ملاتړ کوي، د هغوی د پرمختګونو خبرونه خپروي او د فلسطینینانو د قربانیو شمېر او خبرونه پټوي او توجه ورته لټوي.

که چېرې نړیوال ریښتیا هم د بشر حقونو ته ژمن وي نو ټولو رسنیو ته پکار ده، چې له عدل څخه کار واخلي او د اسرایلو له لوري پر فلسطینیانو روانو ظلمونو ته انعکاس ورکړي او پرې نږدي، چې صهیونستي رژیم سیمه کې خپلو ظلمونو ته دوام ورکړي.

دا چې پرون یکشنبې د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د هېوادونو د خبري اژانسونو د ټولنې ناسته ترسره شوې او ټولو ګډونوالو یې په یو غږ د فلسطینیانو په حق کې د نړیوالو ځینو رسنیو د بې عدالتۍ پرضد غږ پورته کړی، یو ښه ګام دی او دا ښيي، چې لا هم په اسلامي نړۍ او مسلمانانو کې د یووالي نښې نښانې شته او که چېرې دغه یوالی نور هم پیاوړی شي، نو د نړۍ په هېڅ ځای کې به د اسلامي مقدساتو او مسلمانانو بې عزتي نه کیږي او حقوق به یې تر پښو لاندې نه کیږي.

نو په ټوله کې د نړۍ رسنیو ته پکار ده، چې د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرایلو روانو ظلمونو ته په سمه او ریښتینې توګه انعکاس ورکړي، ترڅو ټوله نړۍ د صهیونیستي رژیم له ظلمونو خبره شي او پر وړاندې یې لازم اقدامات وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته