د اسلامي نړۍ د فرهنګي پايتخت په توګه د غزني نومول
کابل _ باختر د وري څليرويشتمه :
د اسلامي نړۍ د فرهنګي پايتخت په توګه د غزني د نومولو مراسم په دغه ولايت کې پيل شول.
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: د غزني لرغوني ښارته دکورنيو او بهرنيو ميلمنو د رسيدو لړۍ بشپړه شوې ده او ښار ترسختو امنيتي تدبيرونو لاندې دى او بلل شوي کسان کرار کرار د مراسمو د پرځاى کولو تالار ته نږدې کيږي .
په دغو مراسموکې د درنو بهرنيو ميلمنو په ګډون سربېره، دکابينې ځينو غړو، د جمهوري رياست سلاکارانو، په پارلمان کې دخلکو استازو او د غزني ولايت د دولتي ادارو مسوولينو برخه اخستې ده .
په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې په ليبياکې د فرهنګ د وزيرانو په شپږمه غونډه کې پريکړه وشوه چې غزني په ٢٠١٣ کال کې د نړۍ د اسلامي فرهنګ د پايتخت په توګه اعلام شي .
غزني نن ددغه شان ستر جشن ډګر دى .