سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د اسلامي نړۍ برکت؛ الشیخ القران برکت الله سلیم مړ نه دی

کابل، د سلواغې ۸ مه، باختر

تبصره

افغانستان، چې د اسلامي تاریخ په اوږدو کې یې د اسلام مبارک دین د ترویج او دفاع په لاره کې یې د ابو مسلم خراساني او ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په څېر بچي زېږولي او د اسلامي نړۍ افتخار، د زرګونو حافظانو روزونکی، د قرائت بلبل، د تجوید القران استاد، لیکوال او د پښتو او دري ژبې شاعر، الشیخ القران والحافظ  د قاریانو قاري برکت الله سلیم یو له همدغو څخه و، چې مور وطن افغانستان او ټوله اسلامۍ نړۍ یې په زېږون او انسانیت، اسلامیت او افغانیت ته پر کړیو د پام وړ خدماتو  ویاړي.

ښاغلي سلیم پرون شنبې خپل زده کوونکي، میلیونونه مینوال، هېواد وال او دوه میلیارده مسلمانان یواځې پرېښودل او له دې فاني نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې.

انالله وانا الیه راجعون

هوکې برکت الله سلیم د میلیونونو انسانانو د زړونو سلیم وه/دی او د هغه خدمات، کړنې او زړه راښکونکی غږ به تل ژوندی وي او تر پېړیو پېړیو به یې خلک یادوي.

د مرحوم غږ د ډېرو کسانو د ورځې د پیل غږ وه/ دی او هر روژه ماتی د نوموړي د ښکلي غږ اذان سره ترسره کېده او کېږي به.

سمه ده، مرحوم اوس له مونږ سره یواځې په فزیکي شکل نشته، خو یاد او خدمتونه یې تل ژوندي دي.

روح یې ښاد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته