کابل، د وږي ۱۰مه، باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې چین ته د دغه وزارت د تخمونو د تصدیق ورکونې د رئیس مولوي صدیق الله رحماني په مشرۍ د متخصصینو یو پلاوي سفر خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه غونډه به د لسو ورځو لپاره د چين په شي ښار کې تر سره شي او د چين د ټولو کرنيزو پروګرامونو، د چين د لس کلن کرنيز پلان او د چين د کرنې د بدلون او پرمختګ د عواملو په اړه به په کې خبرې اترې وشي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې پروګرام کې به د کرنې برخې د کارګرانو او بزګرانو د ظرفیت لوړولو او د کرنې په برخه کې د چین د ځان بسیاینې د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په یاده غونډه کې به د پنبې، جوارو، د اوبو لګولو د سیستمونو، د اوبو لګولو د ټکنالوژۍ، (جي آی اس) او (ام آی اس) او د کرنې په پراختیا کې د هغو د کارولو په اړه هم خبرې وشي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې دغه پلاوی په چین کې له کرنیزو تاسیساتو، کرنیزو وسایلو او ماشینونو او نورو کرنیزو پرمختګونو څخه هم لیدنه وکړي او د دوی بریالۍ تجربې افغانستان ته انتقال کړي.
هېره دې نه وي، چې په دغه پلاوي کې، چې مشري یې د کرنې وزارت د تخمونو د تصدیق رییس مولوي صدیق الله رحماني کوي، د بدیل معیشیت رییس عبدالخالق محجوب، د کرنې وزارت د مقام سلاکاران میرویس خوګیاڼی او شفیع الله مومند، نوراغا خلیل صافی او د کرنې وزارت یوشمېر کارپوهان ګډون لري.