سیاستخبرونهTOP

د اسلامي امارت کابینې یوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې هېواد ته د بې کیفیته تېلو د وارداتو د مخنیوي په تړاو څېړنه وکړي

کابل، د تلې ۲۴مه، باختر 

د افغانستان اسلامي امارت د كابيني ۸ مه غونډه د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په كې بحث او پرېکړې وشوې.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په یاده غونډه کې د فرامينو او حكمونو د تعقيب او نظارت لوى رئيس مولوي شمس الدين شريعتي په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې هېواد ته د بي كيفيته تېلو د وارداتو د مخنيوي اړوند دې د اقتصادي معاونيت د طرحې په پام کې نيولو سره هر اړخيزه څېړنه وکړي او وروستی راپور دې د كابيني غونډې ته وړاندې كړي.

سرچینې زیاته کړې، چې په غونډه کې همدارنګه د كورنيو چارو وزارت په مشرۍ يو پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې هېواد ته د ركشو واردولو او په ښارونو كې د كرځېدو اړوند یوه طرحه جوړه كړي او پایله دې د كابينې غونډې ته وړاندې كړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته