سیاستخبرونهTOPټولنه

د اسلامي امارت کابینې د کابل ښار ماسټر پلان د تطبيق پرېکړه وکړه

کابل، د غبرګولي ۲۱مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د کابينې ۲۳مه نوبتي غونډه نن د رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه .
په غونډه کې د کابل ښار د ماسټر پلان د تطبيق په اړه پرېکړه وشوه او کړنلارې ته په کتو هره اداره مکلفه وګڼل شوه؛ ترڅو د ماسټر پلان د تطبيق په برخه کې خپلې چارې او مسؤليتونه ترسره کړي.
د کابينې په غونډه کې همدارنګه د کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې چې د کومو ولسواليو د مرکزونو د تعين او تغير پرېکړه کيږي، بايد ټول هغه ارګانونه، چې په تغير شويو ولسواليو کې اداري واحدونه ولري؛ په پلاوي کې شريک کړل شي او وروسته په ګډه پرېکړه وشي.
په دې غونډه کې همدا راز د هېواد د سرحدي ولسواليو په اړه د پوهنې، عامې روغتيا، ټولګټو، کليو د بيارغونې او پراختيا، مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو او کورنيو چارو وزارتونو سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته په جدي توګه رسېدنه وکړي او په ښه توګه خدمات ورته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته