خبرونهاقتصادTOPروغتیا

د اسلامي امارت کابینې د « درملو د تولید د پراختیا پلان» د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی دی

کابل / دغبرګولي٣مه / باختر

د الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د اسلامي امارت  په غونډه کې د اړینو درملو  د تولید د طرحې د څېړلو په موخه یو پلاوی وټاکل شو.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د اسلامي امارت کابینې پریکړه وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په مشرۍ او د مالیې او عامې روغتیا  وزارتونو ، د علومو اکاډمۍ او د خوراکي او درملو د ملي ادارې له استازو څخه جوړ یو پلاوی به  د اساسي درملو د توليد د پراختيا د طرحې د تطبيق لګښتونه اوڅرنګوالى وڅېړې.

د کابينې د پريکړې له مخې؛ یاده طرحه باید د تصویب لپاره راتلونکې غونډې ته وړاندې شي.

په دې غونډه کې د ترانسپورت د ستونزو د حل په اړه د اقتصاد وزارت د سرپرست په مشرۍ د ګومارل شوي پلاوي راپورهم واورېدل شو او اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې د ترانسپورټ د ستونزو د حل په موخه د ترانسپورتي چارو د تنظیم د کمېسیون طرحه وڅېړي.

د اسلامي امارت کابینې د اقتصادي، سیاسي او اداري کمیسیونونو د پرېکړو د تطبیق څرنګوالی هم وڅېړه  او اړوندو څانګو ته يې لارښوونه وکړه، چې د کابينې د درې ګونو کمسيونونو د پرېکړو او تصويبونو د تطبيق په اړه راپور چمتو او د چارو ادارې لوى  رياست ته يې وسپاري.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته