سیاستخبرونهTOP

د اسلامي امارت پلاوی د ايران د مخکيني ولسمشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه نن هغه هېواد ته سفر کوي

کابل، د غبرګولي ۲ مه، باختر
اسلامي امارت د ايران د پخواني ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه نن (چهارشنبه) هغه هېواد ته د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال په مشرۍ يو پلاوی استوي.
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد پر خپله اکس پاڼه ليکلي:”ټاکل شوې ده، چې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ یو پلاوی، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي به هم ورسره وي، سبا(چهارشنبه) د ایران د جمهور رئیس سیدابراهیم رئیسي د جنازې په مراسمو کې په تهران کې ګډون وکړي.
د ايران مخکېنی ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي، د بهرنيو چارو مخکېني وزير امير عباللهيان او يو شمېر نورو کسانو دوه ورځې وړاندې د چورلکې غورځېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې په ايران کې له همدې کبله ۵ ورځې ملي ماتم هم اعلان شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته