د اسلامي امارت مدیریت؛ افغانستان کې د امنیت او اقتصاد په برخه کې د پرمختګونو په اړه د ناروېژي استازي اقرار

کابل، د مرغومې ۲۰ مه، باختر

تبصره 

افغانستان کې د اسلامي امارت تر واک ته رسېدو وروسته د امنیت د ټینګښت، له نشه یي توکو او تروریزم سره د بریالۍ مبارزې، د اقتصادي توازن ساتلو، ابادۍ او نورو پرمختګونو په اړه د نړۍ د هېوادونو، سازمانونو او اشخاصو د مثبتو څرګندونو او اقرار کولو پر دوام د کابل لپاره ناروېژي سرپرست سفیر کلومن بکن د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې افغانستان کې د شته امنیت او د اسلامي امارت په روانه واکمنۍ کې د اقتصاد د ښه کېدو ستاینه کړې او دا یې د امارتي چارواکو د ښه مدیریت پایله بللې ده.

نوموړي په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو مدیریت ته هم اشاره کړې او د دغې چارې ستاینه یې کړې ده.

د ناروې له دغه استازي وړاندې د نورو هېوادونو او سازمانونو استازو او چارواکو هم افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ په اړه دغه ډول څرګندونې کړي او د کابل د واکمنانو حکومتولي حیران کړي دي.

خبره داده، چې نړۍ دغه څرګندونې هوایي نه کوي؛ بلکې دلته واقعیتونو او ریښتینو پرمختګونو ته په کتو اړ کېږي، چې پر افغانستان د اسلامي امارت واکمنۍ مثبت وارزوي.

د نړۍ هېوادونه له افغانستان سره د تعامل نه کولو هېڅ دلیل نه لري او باید په دغې برخه کې د خبرو لپاره له اسلامي امارت سره د خبرو مېز ته کښېني.

نړۍ منلې، چې اسلامي امارت د افغان ولس اصلي سیاسي او حکومتۍ استازی دی او د ولس له خړو پړو مېنو راپورته شوي سیاستوال یې په سر کې دي، نو ورته پکار ده، چې دلته په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او نورو ډګرونو کې د ماتو له امله خپله کینه شاته پرېږدي او له کابل سره اړیکې او تعامل په منظم ډول پیل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته