سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د اسلامي امارت مجاهدین؛ د اسلام او افغانستان ملي اتلان دي

تبصره

موږ او تاسو هره ورځ د اتل او اتلانو کلمې اورو او یا هم خپلو منځو کې پرې خبرې کو، خو ښایي ډېری پر دې پوه نه شو، چې ملي او یا هم د اسلام په کچه اتل او اتلان چاته ویل کیږي او یو اتل باید کومې ځانګړنې ولري.

لومړی باید د اسلامي نړۍ او یا د افغانستان په کچه د ملي اتل یا اتلانو پر تعریف پوه شو، تر څو وکولی شو، راتلونکي کې خپل اتلان وپېژنو.

د هېواد په کچه اتل هغه چاته ویل کیږي، چې کابو ټوله جغرافیه کې مېشتو اوسېدونکو ته ګران او فعالیتونه یې ورته منلي وي؛ نه داسې چې د ټول هېواد په یوه وړه جغرافیه کې خلکو ته منلی وي او بس.

که په افغانستان کې مثال ورکړو، نو ویلی شم، چې احمدشاه بابا په سیاسي او نظامي برخه کې د افغانستان یو اتل و او یا هم مرحوم ملا  محمد عمر مجاهد رحمه الله له شر او فساد څخه د ټول هېواد د خلاصون اتل یادیږي او یا خو که په معاصر حالت کې وګورو نو د لوبو په برخه کې راشد خان د هېواد ټولو اوسېدونکو ته منلی دی او اتل یادیږي.

دغه راز د اسلامي نړۍ په کچه هم حضرت عمر رض، ابو مسلم خراساني، سلطان صلاح الدین ایوبي، سلطان محمود غزنوي، جلال الدین حقاني رحمه الله او نور مجاهدین د اسلامي نړۍ د اتلانو په توګه یادولی شو.

زمونږ د ګران هېواد افغانستان په کچه ملي اتلان بیا د اسلامی امارت مجاهدین دي، ځکه همدا خړ پړ ځوانان و، چې د افغانستان له میندو، خویندو، عزت، ابرو، ملي نوامیسو، کانونو، تر ټولو مهم د افغانانو له اسلامي ارزښتونو او نورو مقدساتو څخه د دفاع په لاره کې د دښمن په مقابل کې ودرېدل او کابو په تش لاس یې د امریکا او نورو هېوادونو له ډرون الوتکو سره مقابلې وکړې او بلاخره یې افغانان سکون او ارامۍ ته ورسول، نو د اتل تعریف ته په کتلو د اسلامي امارت مجاهدین د افغانانو اتلان دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته