کابل / د وږي ۷ مه / باختر
د کابل د پوهنې ریاست کې د افغانستان اسلامي امارت د ښوونې او روزنې کمېسیون یو ځانګړي هیئت د دغه ریاست له منسوبینو سره غونډه وکړه.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې اسلامي امارت کارکوونکو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
وروسته کارکوونکو ته مولوي عبدالحق د سرپرست په توګه وروپېژندل شو او منسوبینو هم په یو غږ په ښوونیز ډګر کې د هر ډول همکارۍ ژمنه ورسره وکړه.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د ښوونې او روزنې کمېسیون هېئت د کابل د پوهنې ښاري ریاست کې هم له دیني عالمانو، ملا امامانو، ښوونکو او مخورو سره کتلي او له دوی یې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ن/ر