کابل، د وږي ۵مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون پرون ماښام د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپیدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.
ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې ناسته کې د افغانستان او سیمې وضعیت او بدلونونه و ارزول شول او له یو شمېر هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو په پراختیا او د سیمه ییزو پروژو په پلي کېدو خبرې وشوې.
په ناسته کې ټینګار وشو، چې د افغانستان اسلامي امارت له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د خپلواک هېواد په توګه د متقابل احترام او ښه ګاونډیتوب د اصل په رعایتولو سره ښې اړیکي غواړي.
په ناسته کې همدارنګه د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سره د مرستو په انسجام او د اړینو خدماتو په وړاندې کولو هم بحث وشو.
په دغه ناسته کې د مشرتابه مقام له لوري په ورسپارل شویو موضوعاتو هم بحث وشو او د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.