د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه

کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر 

د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غونډه پرون ماښام، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت، د ملګرو ملتونو پر وروستي پرېکړه لیک، د افغان کډوالو پر ستونزو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې اترې وشې.

په غونډه کې همدارنګه د اسلامي امارت د کورني سیاست پر مسودې او د چارو په پرمختګ هم خبرې وشوې او په پای کې د ځينو مهمو موضوعاتو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته