سیاستخبرونهTOP

د اسلامي امارت د سياسي کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

کابل، د سلواغې ۱۴مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون نوبتي غونډه نن د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ په سپیدار ماڼۍ کې تر سره شوه.
په دې غونډه کې په پلازمېنه کابل کې د (افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ ابتکار) ناسته، چې تېره اونۍ جوړه شوې وه تر بحث لاندې ونیول شوه، چې تر ارزونو وروسته دغه ناسته د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره مهمه او بریالۍ وبلل شوه.
د‌ غونډې ګډونوالو همدارنګه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري د جوړېدونکې غونډې په اړه هم مفصل هر اړخيزې خبرې اترې وکړې.
د سیاسي کمېسیون په دې ناسته کې د افغانستان او سیمې پر وضعیت هم خبرې وشوې او له اجنډا سره سم لازم تصامیم ونیول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته