د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس د خصوصي سکتور له استازو سره وکتل
کابل / د کب ۱۸ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رئیس محمدیونس مومند، د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنایعوخونې د مدیره پلاوي رئیس خانجان الکوزي، د مدیره پلاوي د دارالانشا رئیس خان محمد باز او د صرافانو ټولنې یو شمېر استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د خصوصي سکتور استازو د صرافانو ټولنې او د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې امنیتي، د بانکونو، صنعتي، مالي او نورې اړوندې ستونزې د حل په موخه شریکې او خپل وړاندیزونه یې د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس ته په لیکلي ډول وسپارل.
په همدې حال کې د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس وویل چې په هیواد کې سراسري امنیت تامین دی او ستونزې باید له عالمانو او د اسلامي امارت چارواکو سره په همغږۍ حل شي، چې ټولې چارې د شریعت په عملي کولو سره حل او هېواد پرمختګ وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د هېواد د پانګه والو، سوداګرو، صرافانو او ټولو هېوادوالو د لاښه خوندیتوب ترڅنګ به ستونزو او وړاندیزونو ته رسیدګي وشي. هغه وویل چې د هېواد په اقتصادي وده کې د خصوصي سکتور ارزښت مهم دی او د اسلامي امارت اړوند مسوولین به له افغان پانګه والو، سوداګرو او د خصوصي سکتور له استازو سره په ګډه د هېواد اقتصادي ستونزې حل کړي.
ن/ر