د اسلامي امارت د اداري کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

کابل، د مرغومي ۲۱مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د اداري کمېسيون غونډه پرون د رياست الوزراء د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې غونډه کې لومړی ټاکل شويو کمېټو د کمېسيون له لوري د خپلو ورسپارل شویو کړنو او اجرااتو راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د ماليې وزارت، کابل ښاروالۍ، علومو اکاډمۍ او د خيرخواه الکترونيکي شرکت موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.
د غونډې په پای کې د پوهنې وزارت اړوند موضوع د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته